سورت التوبة، آیت 104

9:104

أَلَمۡ يَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ يَقۡبَلُ ٱلتَّوۡبَةَ عَنۡ عِبَادِهِۦ وَيَأۡخُذُ ٱلصَّدَقَٰتِ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ١٠٤

9-104 ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى

تفسیر

له جهاده پاتې کېدونکي او الله ته توبه اېستونکي دې پر دې پوه شي چې الله د خپلو ورګرځېدونکو بندګانو توبه قبلوي او د هغوی صدقې قبلوي حال دا چې هغه ترې بې پروا دی او صدقه ورکوونکي ته يې په صدقه بدله ورکوي او هغه پاک ذات د هغه چا توبه قبلونکی دی چې له بندګانو يې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.