سورت التوبة، آیت 103

9:103

خُذۡ مِنۡ أَمۡوَٰلِهِمۡ صَدَقَةٗ تُطَهِّرُهُمۡ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيۡهِمۡۖ إِنَّ صَلَوٰتَكَ سَكَنٞ لَّهُمۡۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ١٠٣

9-103 (اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره د تسكین ذريعه ده او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

تفسیر

ای رسوله! د هغوی له مالونو زکات واخله، چې د سرغړونو او ګناهونو له پليتۍ يې پاک کړې او نيکۍ يې ورزياتې کړي، له هغوی څخه يې تر اخېستو وروسته دعا ورته وکړه، بېشکه ستا دعا د هغوی لپاره لورېينه او ډاډ دی، الله ستا د دعا اورېدونکی دی، د هغوی پر کړنو او نيتونو ښه پوه دی.