وَمِمَّنۡ حَوۡلَكُم مِّنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مُنَٰفِقُونَۖ وَمِنۡ أَهۡلِ ٱلۡمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى ٱلنِّفَاقِ لَا تَعۡلَمُهُمۡۖ نَحۡنُ نَعۡلَمُهُمۡۚ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيۡنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٖ ١٠١
9-101 او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ هغوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به هغوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي
تفسیر
او د صحرا له اوسېدونکو منافقانو چې ښار ته نېږدې دي او له ښاري منافقانو ځينې پر نفاق ولاړ دي او ثابت پرې پاتې شوي دي، ته پر هغوی نه پوهېږې ای پېغمبره! الله داسې ذات دی چې پر هغوی پوهيږي، زر به دوه ځلې سزا ورکړي: يو ځل په دنيا کې د هغوی د نفاق په ښکاره کولو، د هغوی په وژلو او بندي کولو سره، بل ځل په آخرت کې د قبر په عذاب سره، بيا به ورګرځول کیږي د قیامت په ورځ لوی عذاب ته چې د اور تر ټولو لاندې برخه کې دی.