وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن وَلِيّٖ مِّنۢ بَعۡدِهِۦۗ وَتَرَى ٱلظَّٰلِمِينَ لَمَّا رَأَوُاْ ٱلۡعَذَابَ يَقُولُونَ هَلۡ إِلَىٰ مَرَدّٖ مِّن سَبِيلٖ ٤٤
42-44 او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟
تفسیر
او څوک چې الله له لارښوونې پرېږدي، له حقه يې لارورکی کړي، نو هغه لره کوم دوست نشته چې له هغه وروسته يې چاره سمبال کړي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي به وينې چې کله د قيآمت په ورځ عذاب وويني د آرزو کوونکو په توګه به وايي: آيا دنيا ته د ګرځېدو لار شته چې الله ته توبه وباسو؟.