وَٱلَّذِينَ يَجۡتَنِبُونَ كَبَٰٓئِرَ ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡفَوَٰحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُواْ هُمۡ يَغۡفِرُونَ ٣٧
42-37 او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي
تفسیر
او هغه کسان چې له لويو او ناوړه ګناهونو لرې اوسي، او کله چې د چا د ناوړه وينا يا کړنې له امله په غوسه شي، نو د هغه تېروتنه بښي، او سزا پرې نه ورکوي، دغه بښنه د هغوی لخوا يوه مهرباني ده کله چې په کې خير او مصلحت وي.