وَمَآ أَنتُم بِمُعۡجِزِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٖ ٣١
42-31 او تاسو په ځمكه كې (الله لره) له سره عاجزه كوونكي نه يئ او د تاسو لپاره له الله نه غیر نه څوك دوست (او كارساز) شته او نه مددګار
تفسیر
او تاسو مو له خپل پالونکي په تېښته ځواکمن نه ياست، کله چې هغه د سزا درکولو هوډ وکړي، او له هغه پرته تاسو لره کوم دوست نشته چې چارې مو سمبال کړي، او نه کوم مرستدوی چې عذاب درڅخه پورته کړي که چېرې هغه پرتاسو د عذاب اراده ولري.