سورت الشورى، آیت 12

42:12

لَهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقۡدِرُۚ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ ١٢

42-12 خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى

تفسیر

يوازې هغه لره د آسمانونو او ځمکې د زېرمو چابيانې دي، له بندګانو يې چې چاته وغواړي د ازموينې په توګه يې روزي ورپراخوي، چې آيا شکر کوي او که کفر کوي؟ او چاته چې وغواړي د ازميښت په ډول يې روزي تنګوي چې صبر کوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟ له شک پرته هغه پر هر څه پوه دی له هغو شيانو هيڅ هم ترې پټ نه دي په هغو کې يې د بندګانو ګتې وي.