سورت الشعراء، آیت 215

26:215

وَٱخۡفِضۡ جَنَاحَكَ لِمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٢١٥

26-215 او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي

تفسیر

په کړنه او وينا دې خپل اړخ د هغو کسانو لپاره نرم کړه چې ستا پيروي يې کړې او مؤمنان دي، پر هغوی د رحم کولو او نرمۍ کولو له امله.