سورت الشعراء، آیت 20

26:20

قَالَ فَعَلۡتُهَآ إِذٗا وَأَنَا۠ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ ٢٠

26-20 (موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم

تفسیر

موسی عليه السلام، فرعون ته د اعتراف کوونکي په توګه وويل: دغه سړی ما وواژه په داسې حال کې چې ماته له وحي راتلو مخکې زه له ناپوهانو وم.