إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفۡصِلُ بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَ ٢٥
32-25 بېشكه همدغه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې فیصله كوي، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
تفسیر
بېشکه -ای پېغمبره- ستا رب به د قیامت په ورځ د دوی ترمنځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې دوی پکې په دنیا کې اختلاف کولو، نو حق ویونکی به له باطل ویونکي څرګند کړي، او هر یو ته به هغه سزا ورکړي چې وړ یې وي.