قَالُواْ ٱبۡنُواْ لَهُۥ بُنۡيَٰنٗا فَأَلۡقُوهُ فِي ٱلۡجَحِيمِ ٩٧
37-97 دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ
تفسیر
کله چې د دلیل ویلو څخه عاجز شول نو د زور او ځواک لاره یې ونیوله، نو خپل منځ کې یې مشوره وکړه چې ابراهیم باندې څه وکړي، ویې ویل: یوه ودانۍ ورته جوړه کړئ، او له لرګیو یې ډکه کړئ او اور پرې بل کړئ، بیا یې پکې وغورځوئ.