سورت الصف، آیت 8

61:8

يُرِيدُونَ لِيُطۡفِـُٔواْ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفۡوَٰهِهِمۡ وَٱللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ ٨

61-8 دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي

تفسیر

دغه درواغ ګڼونکي غواړي چې د الله رڼا مړه کړي پر هغه څه چې له هغوی کومې فاسدې مقالې (ويناوې) او د حق ګډوډولو خبرې صادريږي، او الله د خپلې رڼا بشپړوونکی دی، که څه هم هغوی نه غواړي، داسې چې خپل دين به د ځمکې ختيځو او لوېديځو کې ښکاره کړي او خپله کلمه به لوړه کړي.