سورت الصف، آیت 13

61:13

وَأُخۡرَىٰ تُحِبُّونَهَاۖ نَصۡرٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَتۡحٞ قَرِيبٞۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١٣

61-13 او بل (نعمت) چې تاسو يې خوښوئ، د الله له جانبه مرسته او نژدې برى دى او ته مومنانو ته زېرى وركړه

تفسیر

او د دغه سوداګرۍ له ګټې څخه يوه بله ځانګړتیا چې تاسو يې خوښوئ هغه نغده په دنيا کې ده، چې الله به ستاسو د دښمن پر خلاف ستاسو مرسته وکړي، او فتحه نېږدې ده چې پر تاسې به يې فتحه کړي چې هغه د مکې او نورو ځايونو فتحه ده، اې رسوله! مؤمنان په دنيا کې پر هغه مرسته او په آخرت کې د جنت پر هغه بريا خبر کړه چې خوشحالوي يې.