وَيُسَبِّحُ ٱلرَّعۡدُ بِحَمۡدِهِۦ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ مِنۡ خِيفَتِهِۦ وَيُرۡسِلُ ٱلصَّوَٰعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَآءُ وَهُمۡ يُجَٰدِلُونَ فِي ٱللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ ٱلۡمِحَالِ ١٣
13-13 او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى
تفسیر
او تالنده (پرېښته) د خپل پالونکي په پاکۍ بيانولو سره پاکي بيانوي چې د هغه پاک ذات له ستاينې سره مل وي، پرېښتې د خپل پالونکي له وېرې، درناوی او د هغه د لويوالي له امله پاکي بيانوي، او پر هغه چا سوځوونکي تندرونه لېږي چې له مخلوقاتو يې چاته خوښه شي، نو تباه کوي يې، او کافران د الله په يووالي کې شخړې کوي او الله د سخت بدلون او ځواک څښتن دی، هر څه چې وغواړي کوي يې.