سورت النور، آیت 6

24:6

وَٱلَّذِينَ يَرۡمُونَ أَزۡوَٰجَهُمۡ وَلَمۡ يَكُن لَّهُمۡ شُهَدَآءُ إِلَّآ أَنفُسُهُمۡ فَشَهَٰدَةُ أَحَدِهِمۡ أَرۡبَعُ شَهَٰدَٰتِۭ بِٱللَّهِ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ ٦

24-6 او هغه كسان چې په خپلو ښځو تهمت ولګوي او له خپلو ځانونو نه غير نور د دوى لپاره څوك ګواهان نه وي، نو د دوى د یو ګواهي څلور ځلې د الله په نامه شاهدي كول دي چې بېشكه دا خامخا له رښتينو څخه دى

تفسیر

هغه نارينه چې پر خپلو مېرمنو تورلګوي خو له هغوی سره له ځانو پرته نور شاهدان نه وي چې پر مېرمنو د تور د صحت شاهدي ورکړي، يو له هغوی به څلور ځلې د الله په نوم شاهدي ورکوي چې هغه پرخپله مېرمن د زنا په تورلګولو کې رېښتينی دی.