إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِيٓ أَنفُسِهِمۡ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمۡۖ قَالُواْ كُنَّا مُسۡتَضۡعَفِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ قَالُوٓاْ أَلَمۡ تَكُنۡ أَرۡضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٗ فَتُهَاجِرُواْ فِيهَاۚ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَسَآءَتۡ مَصِيرًا ٩٧
4-97 بېشكه هغه كسان چې ملايكو د هغوى روحونه قبض كړل، په داسې حال كې چې پر خپلو ځانونو ظلم كوونكي وو، ورته وايي به: تاسو په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: مونږه په (هغې) ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو، ورته وبه وايي: ایا د الله ځمكه فراخه نه وه چې تاسو په هغې كې هجرت كړى وَى، نو دغه خلق (چې دي) د دوى اوسېدنځاى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
تفسیر
یقینا هغه کسان چې ساه اخلي د دوی څخه ملایکې او حال دا چې دوی وي ظلم کوونکي په خپلو ځانونو په پریښودلو د هجرت کولو سره د کفر له وطن څخه د اسلام وطن ته، وايې دوی ته ملایکې په وخت د اخیستلو د ساګانو د دوی رټنه کوونکي دوی ته: په کوم حال باندې تاسو وئ؟ او په کوم شی باندې تاسو د مشرکانو څخه جدا شوې یاست؟ نو دوی به ورته جواب ورکړي عذر پیش کوونکي به وي: بیشکه مونږ کمزوري وو زمونږ بله چاره نه وه او مونږ څه قوت هم نه درلوده چې مونږ د خپلو ځانونو څخه دفاع کړې وه. نو ملایکې به ورته ووايې په شکل د رټنې: آیا نه وو ښارونه د الله تعالی پراخه چې ورته وتلي وئ چې په خپل دین او ځانونو باندې په امن کې پاتې شوې وئ د ذلیله کولو او د زور کولو څخه په تاسو؟! نو پس دا هغه کسان دي چې هجرت يې ندی کړی، ځای د ورتللو د دوی چې پکې پاتې کیږي به هغه اور دی، او ډیر بد دی دا ځای د ورګرځیدلو او ورتللو د دوی لپاره.