ذَٰلِكَ ٱلۡفَضۡلُ مِنَ ٱللَّهِۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ عَلِيمٗا ٧٠
4-70 دا د الله له جانبه (پېرزویَنه او) فضل دى او الله كافي دى، ښه پوه
تفسیر
دغه بیان شوی ثواب مهرباني ده د الله تعالی له طرفه په خپلو بندګانو، او کافي دی الله تعالی پوه د دوی په احوالو، او خامخا بدله به ورکړی هر چا ته په خپل عمل.