۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُكُمۡ أَن تُؤَدُّواْ ٱلۡأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهۡلِهَا وَإِذَا حَكَمۡتُم بَيۡنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحۡكُمُواْ بِٱلۡعَدۡلِۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعَۢا بَصِيرٗا ٥٨
4-58 بېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
تفسیر
بیشکه الله تعالی امر کوي تاسو ته چې ورسوئ ټول امانتونه خپلو خاوندانو ته، او حکم کوي تاسو ته کله چې تاسو د خلکو تر منځه فیصلې کوئ چې انصاف وکړئ او د حق نه مه کږیږئ چې په فیصله کې زیاتی وکړئ، بیشکه ډیر ښه دی هغه چې الله تعالی تاسو ته پرې پند درکوي او تاسو ته ښودنه کوي په هر حال کې، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو ویناګانو لره، لیدونکی دی ستاسو کارونو لره.