وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدۡخِلُهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ لَّهُمۡ فِيهَآ أَزۡوَٰجٞ مُّطَهَّرَةٞۖ وَنُدۡخِلُهُمۡ ظِلّٗا ظَلِيلًا ٥٧
4-57 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو
تفسیر
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبرانو تابعداري ئې کړې ده، او نیک عملونه يې کړي دي خامخا داخل به کړو مونږ دوی د قیامت په ورځ جنتونو ته چې بهیږی به لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې، همیشه به وي دوی په دې جنتونو کې همیشه، دوی لپاره به په دې جنتونو کې ببیانې وي پاکې به وي د هر قسم ناپاکیو څخه، او خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره اوږد ګڼ سوري ته چې نه به پکې ګرمي وي او نه به پکې یخني وي.