أَمۡ لَهُمۡ نَصِيبٞ مِّنَ ٱلۡمُلۡكِ فَإِذٗا لَّا يُؤۡتُونَ ٱلنَّاسَ نَقِيرًا ٥٣
4-53 ایا د دوى لپاره په بادشاهۍ كې څه برخه شته؟ (نشته او كه وَى) نو په دغه وخت كې به دوى نورو خلقو ته نقیر (د كجورې د زړي داغ) هم نه وركوي
تفسیر
نشته دې خلکو لره څه برخه د بادشاهۍ نه، او که چیرته وي دوی لره څه برخه د بادشاهئ نه نو نه به يې وی ورکړی هیچا ته د دې څخه هیڅ شی، او اګر که په اندازه د هغه داغ وي کوم چې د کجوري د هډوکی(زړی) په شا وي.