سورت النساء، آیت 52

4:52

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُۖ وَمَن يَلۡعَنِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا ٥٢

4-52 دا هغه كسان دي چې الله پر دوى لعنت كړى دى او په چا باندې چې الله لعنت وكړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره مدد كوونكى ونه مومې

تفسیر

دا هغه کسان دي چې دا فاسده عقیده لري او هم دوی دي چې الله تعالی د خپل رحمت څخه شړلي دي، او څوک چې الله تعالی د خپل رحمت نه وشړي نو ته به هغه لره هیڅ څوک مرستندوی پیدا نه کړې چې مرسته يې وکړي.