سورت النساء، آیت 39

4:39

وَمَاذَا عَلَيۡهِمۡ لَوۡ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِهِمۡ عَلِيمًا ٣٩

4-39 او دوى ته به څه نقصان و كه چېرې دوى پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان راوړى وَى او له هغه (مال) نه يې انفاق كړى وَى چې الله دوى ته وركړى دى او الله په دوى ښه پوه دى

تفسیر

او دغو خلکو ته به څه زيان رسېدلی و، که يې په حقه پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان راوړی و او د الله ورکړې روزي يې په هغو لارو کې لګولې وه چې الله يې خوښوي او پرې خوشحاليږي، بلکې په دغو ټولو کې يې خير و، او الله پر هغوی ښه پوه دی، هيڅ يې نه ترې پټيږي او هر يوه ته به يې پر کړنه بدله ورکړي.