سورت النساء، آیت 162

4:162

لَّٰكِنِ ٱلرَّٰسِخُونَ فِي ٱلۡعِلۡمِ مِنۡهُمۡ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ يُؤۡمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَۚ وَٱلۡمُقِيمِينَ ٱلصَّلَوٰةَۚ وَٱلۡمُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ أُوْلَٰٓئِكَ سَنُؤۡتِيهِمۡ أَجۡرًا عَظِيمًا ١٦٢

4-162 خو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي پر هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق (چې دي) ، مونږ به خامخا دغو ته ډېر لوى اجر وركړو

تفسیر

لیکن پاخه خلک چې مضبوط دي په علم کې له یهودیانو څخه، او مومنان خلک تصدیق کوي په هغه کتاب چې نازل شوی دی تاته -ای پیغمبره- له قران څخه، او تصدیق کوي په هغه چې نازل شوي دي له کتابونو څخه ستا څخه مخکې پیغمبرانو باندې لکه تورات او انجیل، او قایموي لمانځه لره، او ورکوي د خپلو مالونو زکاتونه، او تصدیق کوي په الله تعالی باندې چې لایق د عبادت دی یواځې هیڅ شریک ورله نشته، او تصدیق کوي په ورځ د قیامت؛ دغه کسان چې دا صفتونه لري زر دی چې وربه کړو مونږ دوی ته ثواب لوی.