سورت النساء، آیت 116

4:116

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا ١١٦

4-116 بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره شریك ونیول شي او بخښي هغه (ګناهونه) چې له دې (شرك) نه كم دي، د چا لپاره چې يې وغواړي، او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره

تفسیر

یقینا الله تعالی نه بخښي دا چې شرک دې وکړی شي د هغه سره، بلکه همیشه به وي مشرک په اور کې، او بخښي ښکته له شرک څخه نور ګناهونه هر هغه چاته چې ویې غواړي په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او څوک چې د الله تعالی سره څوک شریک کړي نو یقینا دا سړی د حق څخه بې لارې شوی او د هغه څخه ډیر زیات لرې شوی؛ ځکه چې ده خالق او مخلوق سره برابر کړي دي.