سورت النمل، آیت 5

27:5

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَهُمۡ سُوٓءُ ٱلۡعَذَابِ وَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ هُمُ ٱلۡأَخۡسَرُونَ ٥

27-5 دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد عذاب دى، او دوى به په اخرت كې هم دوى تر ټولو تاوانیان وي

تفسیر

دغه کسان چې په دغو ياد شويو صفتونو متصف دي، همدوی لره په دنيا کې د وژلو او بندي کېدلو بد عذاب دی او په آخرت کې تر ټولو خلکو زيات تاوانيان دي، چې خپل ځانونه او کورنۍ يې د قيامت په ورځ په اور کې د تل لپاره په اچولو زيانمنې کړي دي.