سورت النمل، آیت 44

27:44

قِيلَ لَهَا ٱدۡخُلِي ٱلصَّرۡحَۖ فَلَمَّا رَأَتۡهُ حَسِبَتۡهُ لُجَّةٗ وَكَشَفَتۡ عَن سَاقَيۡهَاۚ قَالَ إِنَّهُۥ صَرۡحٞ مُّمَرَّدٞ مِّن قَوَارِيرَۗ قَالَتۡ رَبِّ إِنِّي ظَلَمۡتُ نَفۡسِي وَأَسۡلَمۡتُ مَعَ سُلَيۡمَٰنَ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٤٤

27-44 هغې ته وویل شول: ته دې صحن ته ننوځه، نو كله چې يې هغه ولیده، نو په هغه يې د ژورو اوبو ګمان وكړ او له خپلو دواړو پنډیو نه يې كپړه پورته كړه هغه (سلیمان) وویل: بېشكه دا هوار ښویه صحن دى چې له شیشو نه (جوړ) دى، هغې وویل: بېشكه ما (مخكى) په خپل ځان ظلم كړى دى او ما له سلیمان سره خاص د الله رب العلمین لپاره اسلام راوړى دى

تفسیر

هغې ته وويل شول: ماڼۍ ته ننوځه په داسې حال کې چې هغه د هوارې سطحې غوندې وه، کله يې چې وليده، ګومان يې وکړ چې اوبه دي؛ نو پايڅې له پنډيو راپورته کړې تر څو پرې ګډه شي، سليمان عليه السلام وويل: دا يوه ښویه د شيشوبنګله ده، او اسلام ته يې راوبلله، هغې په داسې ويلو د هغه بلنه ومنله: ای زما پالونکيه! ما ستا سره د نورو په لمانځلو پر ځان ظلم کړی و، او له سليمان سره يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته غاړه کېښودله.