سورت النحل، آیت 95

16:95

وَلَا تَشۡتَرُواْ بِعَهۡدِ ٱللَّهِ ثَمَنٗا قَلِيلًاۚ إِنَّمَا عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ ٩٥

16-95 او تاسو د الله په عهد سره لږې پیسې (دنياوي مال و دولت) مه اخلئ، بېشكه هغه څه چې د الله په نیز دي هغه تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو پوهېږئ

تفسیر

او تاسې مه بدلوئ د الله تعالی په لوظونو باندې بدله لږه په ماتولو ستاسو لوظونو لره، او په پریښودلو ستاسې وفا لره په دې لوظونو، بیشکه هغه مرسته او غنیمتونه چې په دنیا کې د الله تعالی سره دي، او هغه همیشني نعمتونه چې د هغه سره په اخرت کې دي ډیر غوره دي تاسې لره د هغه لږ قیمت نه چې تاسې يې د لوظ په ماتولو سره اخلئ که چیرته تاسې په دې پوهیږئ.