سورت النحل، آیت 85

16:85

وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ ٱلۡعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنۡهُمۡ وَلَا هُمۡ يُنظَرُونَ ٨٥

16-85 او كله چې هغه كسان چې ظلم يې كړى دى عذاب وویني، نو له دوى نه به هغه سپك (كم) نه كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي

تفسیر

او کله چې ظالمان مشرکین عذاب وویني نو په دغه وخت کې به د دوی څخه عذاب نشي سپکیدلی، او نه به دوی ته مهلت ورکولی شي په وروسته کولو د عذاب سره، بلکې ورننوځي به جهنم ته همیشه به وي په دې کې همیشه.