سورت النحل، آیت 81

16:81

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلَٰلٗا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلۡجِبَالِ أَكۡنَٰنٗا وَجَعَلَ لَكُمۡ سَرَٰبِيلَ تَقِيكُمُ ٱلۡحَرَّ وَسَرَٰبِيلَ تَقِيكُم بَأۡسَكُمۡۚ كَذَٰلِكَ يُتِمُّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تُسۡلِمُونَ ٨١

16-81 او الله له خپلو پيدا كړيو څیزونو نه تاسو لپاره سیوري تيار كړي دي او تاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې داسې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او داسې قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګه هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ

تفسیر

او الله تعالی جوړ کړي تاسې لره د ونو او ابادیو نه هغه څه چې تاسې پرې سیوری حاصلوئ د ګرمۍ نه، او جوړ کړي ئې دي تاسې لره د غرونو نه سمڅې او غارونه چې تاسې پکې پټیږئ د یخنۍ او ګرمۍ او د دښمن نه، او جوړکړي يې دي تاسې لره کمیسونه او جامې د مالوچو او نورو شیانو نه چې ستاسې نه ګرمي او یخني بچ کوي او تاسې لره زغرې جوړې کړي چې د یو بل نه مو د جنګ په وخت کې ساتي، نو اسلحه ستاسې بدنونو ته نه دررسیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی په تاسې د پخوا نه نعمتونه کړي همداسې پوره کوي په تاسې باندې نعمتونه خپل، امید دی چې تاسې یواځې الله تعالی ته غاړه کیږدئ، او د هغه سره هیڅ شی هم شریک نه کړئ.