وَإِنَّ لَكُمۡ فِي ٱلۡأَنۡعَٰمِ لَعِبۡرَةٗۖ نُّسۡقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِۦ مِنۢ بَيۡنِ فَرۡثٖ وَدَمٖ لَّبَنًا خَالِصٗا سَآئِغٗا لِّلشَّٰرِبِينَ ٦٦
16-66 او بېشكه تاسو لپاره په څارویو كې خامخا لوى عبرت دى، مونږ پر تاسو څښوو ځینې له هغو څیزونو څخه چې د دوى په ګېډو كې دي د غوشايیو او وینې په مینځ كې خالص شیده (پۍ) چې د څښونكو لپاره له حلق نه په اسانۍ سره تېرېدونكي دي
تفسیر
او تاسې لره -ای خلکو- په اوښانو او غواګانو او مېږو کې خامخا عبرت دی چې تاسې پرې عبرت واخلئ، داسې چې مونږ په تاسې باندې څښوو د هغوی د غولانځو نه شیدې (پۍ) چې راوتونکي دي د مینځ د هغه څه نه چې په خیټه کې دي د خوشایانو نه او هغه چې په جسم کې دي د وینې نه، او سره د دې نه بیا هم خالص صفا خوندور شیده راوځي چې پاک او ښایسته وي څښوونکو لره.