سورت النحل، آیت 63

16:63

تَٱللَّهِ لَقَدۡ أَرۡسَلۡنَآ إِلَىٰٓ أُمَمٖ مِّن قَبۡلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَعۡمَٰلَهُمۡ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ ٱلۡيَوۡمَ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ ٦٣

16-63 قسم دى پر الله! یقینًا یقینًا مونږ امتونو ته له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو، نو شیطان دوى ته د دوى عملونه ښكلي كړل، نو نن ورځ همغه د دوى دوست دى او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

تفسیر

قسم په الله تعالی یقینا مونږ لیږلي پیغمبران ډیرو امتونو ته ستا نه مخکې: -ای پیغمبره- نو ښایسته کړي دوي ته شیطان خپل بد کارونه د شرک او کفر او ګناهونو څخه، نو هغه د دوی د دروغو مددګار دی د قیامت په ورځ نو د هغه څخه دې مرسته وغواړي، او دوی لره د قیامت په ورځ دردناک عذاب دي.