سورت النحل، آیت 64

16:64

وَمَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِي ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ ٦٤

16-64 او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (كار) ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره (مو نازل كړى دي) چې ایمان لري

تفسیر

او مونږ نه دی نازل کړی په تا باندې -ای پیغمبره- قرآن کریم مګر د دې لپاره چې ته تشریح کړې ټولو خلکو ته هغه چې دوی پکې اختلاف کوي د توحید او د بیرته راژوندي کیدلو او د شریعت د احکامو نه، او دا چې قرآن کریم هدایت او رحمت دی ایمان لرونکو لره په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې، او په هغه څه چې په دې قرآن کریم کې دي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې په حق باندې فایده اخلي.