سورت النحل، آیت 27

16:27

ثُمَّ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ يُخۡزِيهِمۡ وَيَقُولُ أَيۡنَ شُرَكَآءِيَ ٱلَّذِينَ كُنتُمۡ تُشَٰٓقُّونَ فِيهِمۡۚ قَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَ إِنَّ ٱلۡخِزۡيَ ٱلۡيَوۡمَ وَٱلسُّوٓءَ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ ٢٧

16-27 بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى رسوا كوي او وايي به: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به د هغوى په باره كې (له اهل حقو سره جګړي) مخالفتونه كول؟ وبه وايي هغه كسان چې علم ورته وركړ شوى دى: بېشكه په نن ورځ كې رسوايي او بدي په كافرانو باندې ده

تفسیر

بیا به د قیامت په ورځ سپک کړي دوی لره الله تعالی په عذاب سره، او وبه يې شرموي، او ورته به ووايې: څه شول شریکان زما هغه چې تاسې شریکان کول زما سره په بندګۍ کې، او تاسې به زما د پیغمبرانو او د مومنانو سره د هغوی په وجه دښمني کوله؟ وبه وايې هغه حقپرست علماء: بیشکه رسوايې او عذاب د قیامت د ورځې خامخا واقع کیدونکی دی په کافرانو باندې.