لَا جَرَمَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعۡلِنُونَۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُسۡتَكۡبِرِينَ ٢٣
16-23 حقیقت دا دى چې بېشكه الله پوهېږي پر هغه څه چې دوى يې پټوي او پر هغه څه چې دوى يې څرګندوي، بېشكه هغه (الله) تكبر كوونكي نه خوښوي
تفسیر
خامخا یقینا الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې دوی يې پټوي د عملونو نه، او پوهیږي په هغه چې دوی يې پټوي د دې نه، نه پټيږي په هغه باندې د دې نه هیڅ شی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي، بیشکه دا پاک ذات نه خوښوي لويي کوونکي د خپلې بندګۍ نه او هغه ته د غاړه کیښودلو نه، بلکې بد ګڼي دوی لره ډیر بد.