سورت النحل، آیت 21

16:21

أَمۡوَٰتٌ غَيۡرُ أَحۡيَآءٖۖ وَمَا يَشۡعُرُونَ أَيَّانَ يُبۡعَثُونَ ٢١

16-21 مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي

تفسیر

او سره د دې نه چې دوی خپل معبودان په خپلو لاسونو جوړ کړي نو دوی جمادات هم دي چې ژوند او پوهه (علم) پکې هم نشته، نو دوی پدې هم نه پوهیږي چې دوی به کله د خپلو عبادت کوونکو سره د قیامت په ورځ دوباره راپاڅي، د دې لپاره چې دوی ټول د جهنم په اور کې وغورځيږي.