سورت النحل، آیت 16

16:16

وَعَلَٰمَٰتٖۚ وَبِٱلنَّجۡمِ هُمۡ يَهۡتَدُونَ ١٦

16-16 او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي

تفسیر

او پیداکړي يې دي ستاسې لپاره په ځمکه کې غټي نښې چې تاسې پرې لار مومۍ په خپل سفر کې د ورځې لخوا، او پيداکړي ئې دي ستاسې لپاره خاص ستوري په اسمان کې امید دی چې تاسې پرې په شپه کې خپل مقصد ته ورسیږئ.