سورت النحل، آیت 15

16:15

وَأَلۡقَىٰ فِي ٱلۡأَرۡضِ رَوَٰسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمۡ وَأَنۡهَٰرٗا وَسُبُلٗا لَّعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ ١٥

16-15 او هغهٔ په ځمكه كې پاخه غرونه غورځولي دي چې پر تاسو باندې ونه ښورېږي او (پیدا كړي يې دي) ولې (نهرونه) او لارې، د دې لپاره چې تاسو لار ومومئ

تفسیر

او پیداکړي ئې دي په ځمکه کې غرونه مضبوطوي ئې د دې لپاره چې په تاسو ونه خوځیږي او کږه نشي، او په دې کې يې نهرونه روان کړي د دې لپاره چې اوبه ترې وڅښئ، او خپل څاروي او فصلونه پرې اوبه کړئ، او پدې کې لارې جوړې کړي چې تاسې پرې لاړ شئ، نو تاسو به خپلو هدفونو ته ورسیږئ پرته له دې چې بې لارې شئ.