وَإِنۡ عَاقَبۡتُمۡ فَعَاقِبُواْ بِمِثۡلِ مَا عُوقِبۡتُم بِهِۦۖ وَلَئِن صَبَرۡتُمۡ لَهُوَ خَيۡرٞ لِّلصَّٰبِرِينَ ١٢٦
16-126 او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا (عذاب) په مثل يې وركوئ چې تاسو ته په هغه سره عذاب دركړى شوى دى او البته كه تاسو صبر وكړئ، (نو) یقینًا دا د صبر كوونكو لپاره ډېر غوره دى
تفسیر
او که چیرته تاسې اراده لرئ د بدلې اخیستلو د خپل دښمن نه نو سزا ورکړئ هغوی ته د هغه کار په شان چې ستاسې سره یې کړی وي پرته له زیاتي کولو نه، او که چیرته تاسې صبر وکړئ د هغوی د سزا ورکولو نه سره د قدرت لرلو په دې سزا ورکولو سره نو یقینا دا کار ډیر غوره دی صبر کوونکو ته ستاسې نه د انتقام اخیستلو نه د هغوی په سزا ورکولو سره.