سورت النحل، آیت 11

16:11

يُنۢبِتُ لَكُم بِهِ ٱلزَّرۡعَ وَٱلزَّيۡتُونَ وَٱلنَّخِيلَ وَٱلۡأَعۡنَٰبَ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗ لِّقَوۡمٖ يَتَفَكَّرُونَ ١١

16-11 هغهٔ په دې (اولو) سره تاسو لپاره فصل او زیتون او كجورې او انګور او هر قسمه مېوې زرغونوي، بېشكه په دغو كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور فكر كوي

تفسیر

الله تعالی رازرغونوي تاسو لره په دې اوبو سره فصلونه هغه چې تاسو د هغه نه خوراکونه کوئ، او تاسې لره رازرغونوي په دې سره زیتون، خرما او انګور، او رازرغونوي تاسې لره ټولې میوې، یقینا په دې اوبو کې او د دې نه چې څه راپیداکیږي خامخا دلیل دی په قدرت د الله تعالی باندې د هغه قوم لپاره چې د دې په پيدایښت کې فکر کوي، نو په دې سره د هغه په عظمت او لويي باندې دلیل نیسي.