سورت القصص، آیت 85

28:85

إِنَّ ٱلَّذِي فَرَضَ عَلَيۡكَ ٱلۡقُرۡءَانَ لَرَآدُّكَ إِلَىٰ مَعَادٖۚ قُل رَّبِّيٓ أَعۡلَمُ مَن جَآءَ بِٱلۡهُدَىٰ وَمَنۡ هُوَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ ٨٥

28-85 بېشكه هغه (الله) چې په تا يې قرآن فرض (نازل) كړى دى یقینًا هغه تالره د وعدې ځاى ته بېرته بېونكى دى ، ته ووایه: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې نېكي يې راوړې ده او په هغه چا چې هغه په ښكاره ګمراهۍ كې دى

تفسیر

بېشکه هغه ذات چې قرآن يې پر تا نازل کړی او د هغه رسونه او په هغه کې چې څه دي پر هغو يې عمل کول درباندې لازم کړي دي تر څو مکې ته د بريا په حال کې راوګرځې، ای رسوله! مشرکانو ته ووايه: زما پالونکی پر هغه چا ښه پوه دی چې له لارښوونې سره راغلی او پر هغه چا هم چې له لارښوونې او حق څخه په څرګنده یې لیارې دی.