سورت القصص، آیت 76

28:76

۞ إِنَّ قَٰرُونَ كَانَ مِن قَوۡمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيۡهِمۡۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ مِنَ ٱلۡكُنُوزِ مَآ إِنَّ مَفَاتِحَهُۥ لَتَنُوٓأُ بِٱلۡعُصۡبَةِ أُوْلِي ٱلۡقُوَّةِ إِذۡ قَالَ لَهُۥ قَوۡمُهُۥ لَا تَفۡرَحۡۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡفَرِحِينَ ٧٦

28-76 بېشكه قارون د موسٰى له قومه څخه و، نو ده په دغو (بني اسرائیلو) باندې سركشي (او لويي) وكړه او مونږه ده ته له خزانو ځنې دومره مقدار وركړى و چې بېشكه د هغو چابیانې (كلیګانې) به خامخا په طاقتورې ډلې درنېدلې، (یاد كړه) هغه وخت چې ده ته د ده قوم وویل: ته (په مال خوشحالي او) تكبر مه كوه بېشكه الله (په مال خوشالېدونكي) تكبر كوونكي نه خوښوي

تفسیر

بېشکه قارون د موسی عليه السلام له قومه و؛ نو پرهغوی يې لويي وکړه، هغه ته مو د مال دومره خزانې ورکړې وې چې د خزانو چابيانې به يې پر يوه ځواکمنه ډله هم درنې وې، کله چې يې قوم ورته وويل: د لويي ناز مه کوه، بېشکه الله د کبرله کبله خوشحالي کوونکي نه خوښوي، بلکې هغوی بد ګڼي او پر دغه عذاب ورکوي.