سورت القصص، آیت 41

28:41

وَجَعَلۡنَٰهُمۡ أَئِمَّةٗ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلنَّارِۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ لَا يُنصَرُونَ ٤١

28-41 او مونږه دوى داسې پېشوایان وګرځول چې اور ته بلنه كوي او د قیامت په ورځ به له دوى سره مرسته نه كولى شي

تفسیر

او هغوی مو د سرکښانو او لارورکو لپاره مشران وګرځول، چې د اور خواته د کفر او لار ورکۍ په خپرولو بلنه کوي، او د قيامت په ورځ به يې له سزا څخه په ژغورلو مرسته نه کيږي، بلکې هغوی لره به سزا څو برابره ورکول کيږي ځکه چې د بدې لارې بنسټ يې اېښی دی، او هغې ته يې په لار ورکۍ بلنه کړې ده، هغوی ته به يې د خپل عمل ګناه ليکل کيږي او همدارنګه د هغو کسانو د عمل ګناه چې د هغوی د پيروۍ له امله يې هغه ګناه ترسره کړې ده.