وَفَجَّرۡنَا ٱلۡأَرۡضَ عُيُونٗا فَٱلۡتَقَى ٱلۡمَآءُ عَلَىٰٓ أَمۡرٖ قَدۡ قُدِرَ ١٢
54-12 او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و
تفسیر
او ځمکه مو وچوله، داسې چينې وګرځېدله چې وبه ترې بهېدلې، نو له آسمانه را نازل شوې اوبه له ځمکې څخه د خوټېدلو اوبو سره د الله په هغه امر يوځای شوې چې په ازل کې يې ټاکلی و، له هغه چا پرته چې الله ژغورلي و نور ټول يې ډوب کړل.