سورت المؤمنون، آیت 115

23:115

أَفَحَسِبۡتُمۡ أَنَّمَا خَلَقۡنَٰكُمۡ عَبَثٗا وَأَنَّكُمۡ إِلَيۡنَا لَا تُرۡجَعُونَ ١١٥

23-115 ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ

تفسیر

نو آيا ای خلکو! تاسو دا ګومان کوئ چې موږ پرته له حکمته تاسو هسې چټي پيداکړي ياست، د څارويو غوندې نه ثواب او سزا شتون لري، او نه به د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره زموږ خواته راګرځول کېږئ؟!.