سورت المؤمنون، آیت 103

23:103

وَمَنۡ خَفَّتۡ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ فِي جَهَنَّمَ خَٰلِدُونَ ١٠٣

23-103 او هغه څوك چې، د هغه تلې سپكې شوې، نو دغه هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، په دوزخ كې به تل پراته وي

تفسیر

او د چاچې پر نېکيو د بديو د زياتوالي له امله تلې سپکې شي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې خپل ځانونه يې د هغه څه په ترسره کولو چې زيان ورته رسوي او هغه ايمان او نېک عمل په پرېښودلو چې ګټه ورته رسوي ضايع کړي دي؛ نو هغوی په اور کې اوسېدونکي وي چې نه به ترې اېستل کيږي.