سورت المائدة، آیت 73

5:73

لَّقَدۡ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّ ٱللَّهَ ثَالِثُ ثَلَٰثَةٖۘ وَمَا مِنۡ إِلَٰهٍ إِلَّآ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۚ وَإِن لَّمۡ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ ٧٣

5-73 خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل:بېشكه الله د درېوو دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي

تفسیر

بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي: چې بیشکه الله تعالی د دریو نه جوړ دی، چې هغوی دا دي: پلار او زوی، او روح القدس، اوچت دی الله تعالی د دوی د دې خبرې نه په ډیر اوچتوالي سره، نو ندی الله تعالی څو دانې، بلکې هغه یو ذات دی هیڅ شریک ورله نشته، او که دوی د خپلې دې بدی وینا څخه بند نه شول نو خامخا وبه رسیږي دوی ته عذاب دردناک.