سورت المائدة، آیت 58

5:58

وَإِذَا نَادَيۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ ٱتَّخَذُوهَا هُزُوٗا وَلَعِبٗاۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ قَوۡمٞ لَّا يَعۡقِلُونَ ٥٨

5-58 او كله چې تاسو لمانځه ته اواز كوئ (،نو) دوى هغه ټوقې او لوبې وګرځوي، دا ځكه چې بېشكه دوى داسې خلق دي چې هېڅ عقل نه لري

تفسیر

او همدارنګه دوی مسخرې او لوبې کوي کله چې تاسو لمانځه لپاره آذان وکړئ هغه چې الله تعالی ته د نزدیکت ډیر لوی سبب دی، دا په دې وجه چې دوی داسې یو قوم دی چې نه پوهیږي د الله تعالی له طرفه د هغه د عبادت په معناګانو او د هغه په هغه قوانینو او احکامو چې خلکو لره یې مقرر کړي.