سورت المائدة، آیت 55

5:55

إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُمۡ رَٰكِعُونَ ٥٥

5-55 ستاسو دوست يواځې (او يواځې) الله او د هغهٔ رسول دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي

تفسیر

نه دي یهودیان او نه نصاری او نه نور د کافرانو څخه ستاسو دوستان، بلکې ستاسو دوست او مددګار الله تعالی دی او د هغه پیغمبر دی، او مومنان دي هغه خلک چې لمونځ پوره پوره ادا کوي، او د خپلو مالونو زکاتونه هم ورکوي او دوی الله تعالی ته عاجزي کوونکي دي تابعدار هم دي.