سورت المائدة، آیت 45

5:45

وَكَتَبۡنَا عَلَيۡهِمۡ فِيهَآ أَنَّ ٱلنَّفۡسَ بِٱلنَّفۡسِ وَٱلۡعَيۡنَ بِٱلۡعَيۡنِ وَٱلۡأَنفَ بِٱلۡأَنفِ وَٱلۡأُذُنَ بِٱلۡأُذُنِ وَٱلسِّنَّ بِٱلسِّنِّ وَٱلۡجُرُوحَ قِصَاصٞۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِۦ فَهُوَ كَفَّارَةٞ لَّهُۥۚ وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ ٤٥

5-45 او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د دغه (مجرم) لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي

تفسیر

او مونږه فرض کړی و په یهودیانو باندې په تورات کې دا حکم چې یقینا چاچې وواژه یو نفس لره په نا حقه سره قصدا نو هغه به پرې وژل کیږي، او چاچې راوویستله د چا سترګه قصدا نو د هغه سترګه به هم راویستل کیږي، او چاچې د چا پوزه قصدا غوڅه کړه د هغه پوزه به غوڅیږي، او چاچې قصدا د چا غوږ غوڅ کړ د هغه غوږ به هم غوڅیږي، او چاچې د چا غاښ قصدا وویست د هغه غاښ به هم ویستل کیږي، او مونږه دا هم فرض کړی وو په دوی باندې چې یقینا په هر یو زخم کې به زیاتی کوونکي ته سزا ورکول کیږي د هغه د زیاتي په شان، او چاچې صدقه وکړه په عفوې سره زیاتي کوونکي ته نو یقینا د هغه عفوه کفاره شوه د ده د ګناهونو؛ د وجې د عفوې د ده نه هغه چاته چې ظلم یې پرې کړی وو، او چا چې فیصله ونه کړه په هغه څه چې الله تعالی رالیږلی د قصاص باره کې او یا د نورو شیانو باره کې، نو یقینا دا کس تیریدونکی دی د الله تعالی د پولو څخه.