سورت المائدة، آیت 34

5:34

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ مِن قَبۡلِ أَن تَقۡدِرُواْ عَلَيۡهِمۡۖ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ٣٤

5-34 مګر هغه كسان چې توبه وباسي مخكې له دې نه چې تاسو په دوى باندې قابو ومومئ، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

تفسیر

مګر هغه کسان چې توبه يې ویستلي وي د دې جګړه کوونکو څخه مخکې له دې چې ستاسو پرې وسه بر شي (تاسو پرې قادر شئ) –ای واکدارانو-، نو پوهه شئ چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی دوی ته وروسته له توبې څخه، مهربانه دی په دوی باندې، او د هغه د رحمت څخه دا دی چې د دوی څخه یې عذاب لرې کړی دی.